معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې پر افغان نجونو د بندیزونو لرې کېدو ته هيله‌ مندي ښودلې

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې پر افغان نجونو د بندیزونو لرې کېدو ته هيله‌ مندي ښودلې

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۸ مه نېټه):
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله آمنې محمد افغانستان ته تر څو ورځني سفر وروسته له CNN خبري شبکې سره یوه مرکه کې هیله‌ مندي ښودلې، چې پر افغان نجونو او ښځو د سرپرست افغان حکومت لګېدلي بندیزونه به تر یو بریده کم شي.
نوموړي دغه مرکه کې وړاندې ویلي، ټولو فشارونو ته په کتو احساسوي چې د یو شمېر بندیزونو لرې کېدل د افغان چارواکو لخوا ممکن شوي دي. آمنې محمد پر افغان نجونو او ښځو د سرپرست افغان حکومت لګېدلي بندیزونه له اسلام سره هم په ټکر کې بللي او د داسې اقداماتو غوښتونکې شوې چې دغه شته ستونزې یې پر مټ حل شي.
په افغان نجونو او ښځو د سرپرست افغان حکومت د بندیزونو ور ها خوا د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي مرستیاله آمنه محمد یخنۍ او لوږه هغه دوه لاملونه بللي، چې د نوموړې په وینا د افغان نجونو او ښځو ترمنځ یې ژور خفګان لا پسې زیات کړی دی.
آمنې محمد څو ورځې وړاندې د یو پلاوي په مشرۍ افغانستان ته سفر کړی و، چې دلته یې مرکز کابل او کندهار کې له یو شمېر حکومتي چارواکو سره لیدنې_کتنې لرلې.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس