کابل-ګهیځ نیوز(د تلې/ میزان ۲۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما رییسې روزا اوتونبایوا د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره کتلي.
د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې کتنه کې روزا اوتونبایوا د یوناما نوې سیاسي مرستیاله جوډیټ ګالیون سرپرست وزیر ته معرفي کړې ده.
د خبرپاڼې پر بنسټ، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر هیله څرګنده کړې چې د مېرمن ګالیون له راتګ سره د افغانستان او ملګرو ملتونو سازمان ترمنځ سیاسي اړیکې لا پياوړې شي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/