کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۲۵ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې د خپل مرستیال سره یوځای د تورخم په راستنېدونکو کډوالو پنډغالي کې له کډوالو سره کتلي دي.
یوناما ویلي، چې راستنېدونکي کډوال د سرپناه او روغتیا په برخو کې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري او ملګري ملتونه له خپلو همکارانو سره په ګډه خپلې ټولې هڅې کوي، چې له افغانانو سره مرستې وکړي.
تر دې وړاندې اوچا ویلي وو، چې له پاکستانه په بې سارې ډول د کډوالو راستنېدل به پر افغانستان چې له پخوا راهیسې د سرپناه او ورځنیو خدمتونو په ګډون د سرچینو او امکاناتو له کمښت سره مخ دی، فشارونه لا پسې زیات کړي.
خو بل لور بیا سرپرست افغان حکومت وایي، د کډوالو ستنېدلو لپاره یې خپل ټول تدابیر په پام کې نیولي دي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/