کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۲۸ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو د سرمنشی مرستیاله کاني ویګناراجا د افغان مېرمنو د اړوندو پروژو په اړه د خبرو لپاره افغانستان ته راغلې.
د خبر پر بنسټ، UNDP پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، چې نوموړې به له اقتصادي پلوه د افغان مېرمنو د پرځان بسیاینې، په ټولنه کې د هغوی د ګډون، چاپېریال او اساسي خدماتو پر اړوندو مسایلو په خبرو او بحثونو کې برخه واخلي.
یاد سازمان ویلي، نوموړې به همدا راز د پراختیايي برخې له شریکانو او د خصوصي سکتور له استازو سره هم لیدنې – کتنې وکړي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/