معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د ملګرو ملتونو روغتیايي ډلې هرات کې ځای پر ځای شوي

د ملګرو ملتونو روغتیايي ډلې هرات کې ځای پر ځای شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۱۹ مه نېټه):
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټېفان دوجاریک ویلي، چې هرات کې له زلزله‌ ځپلو سره د مرستې لپاره د ملګرو ملتونو سازمان ارزوونکې او روغتیايي ډلې په سیمه کې ځای پر ځای شوې دي.
دوجاریک زیاته کړې، چې د ملګرو ملتونو سازمان ډلو له زیانمنو سره نغدي، خوراکي او روغتیايي مرستې کړې دي.
له دې سره هم مهاله، د ترکیې، ایران، پاکستان، چین، جرمني، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر، سره صلیب، سینګاپور او ځينو نورو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو د هرات له زلزله‌ ځپلو سره د خواخوږۍ په موخه د نغدو پيسو، خوراکي توکو، سرپناه او روغتیا په برخو کې مرستې کړي دي.
بل‌ لور ته د افغان ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې، په افغانستان کې د امریکا د سفارت شارژدافیرې، د بشري حقونو د څار بنسټ مرستیال او د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي د نړۍ پر هېوادونو غږ کړی، چې د هرات له زلزله‌ ځپلو سره مرسته وکړي.
هېره دې نه وي چې نن سهار هم یو وار بیا زورورې زلزلې د هرات دوه کلي تخریب کړي، چې د لومړنیو شمېر تر اوسه د هرات حوزوي روغتون ته درې جسدونه او د ۶۰ په شاوخوا کې ټپیان ور وړل شوي دي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس