کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومي ۱۳ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د ملګرو ملتونو پرمختیايي ادارې د هرات زلزله ځپلو کورنیو د ژوند د چارو د بېرته پیلولو د پروګرامونو لپاره د نړیوالې ټولنې څخه د ۲۵ میلیونو ډالرو د بودیجې د برابرولو غوښتنه کړې.
د راپور پر بنسټ دغې ادارې ویلي، چې دا پیسې به تر ډېره د سرپناو جوړولو په چارو ولګول شي.
د یادې ادارې په راپور کې د دې بودیجې د ترلاسه کولو څخه موخه د موقتي او دایمي سرپناو جوړول، د اساسي زېربناو بیارغونه، د تجدید وړ انرژي، د اوبو سیستم بیارغونه، د کاري فرصتونو رامنځته کول او خلکو ته د بدلیل معیشت د امکاناتو برابرول ښودلي دي.
د ملګرو ملتونو پرمختیايي ادارې زیاته کړې، چې په دغو زلزلو کې ۲.۲ میلیونو کسانو زیان لیدلی دی.
هېره دې نه وي چې یادې زلزلې له ۱۴ سوو زیات کسان مړه او ۱۱ زره نور یې ژوبل کړل.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/