معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د ملګرو ملتونو پلاوي افغانستان کې د نجونو او مېرمنو د کار او تحصیل د بیا پیل په اړه هیله مندي ښودلې

د ملګرو ملتونو پلاوي افغانستان کې د نجونو او مېرمنو د کار او تحصیل د بیا پیل په اړه هیله مندي ښودلې

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۲ مه نېټه):
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله چې د یو پلاوي په مشرۍ څو ورځې وړاندې کابل ته په رسمي سفر راغلې وه، تازه یې د یو ټویټ په کولو سره ویلي، باوري ده چې له افغان مېرمنو او نجونو سره په ګډ هوډ سره به دوی د زده کړو او کار حقوق بېرته ترلاسه کړي.
نوموړې زیاته کړې چې متعهده ده، د ټولو افغانانو لپاره د یوه سوکاله او با عزته ژوند د برابرولو په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
تر دې وړاندې هم نوموړي له بي بي سي رسنۍ سره یوه مرکه کې د نجونو د کار او تحصیل بیا پیل په اړه هیله مندي ښودلې وه.
دغه پلاوي په مرکز کابل او کندهار کې له یو شمېر افغان چارواکو سره خبرې او لیدنې ترسره کړې.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس