معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي مرستیال له جرمني او نورو هېوادونو څخه افغانستان کې د سفارت خلاصولو غوښتنه کړې

د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي مرستیال له جرمني او نورو هېوادونو څخه افغانستان کې د سفارت خلاصولو غوښتنه کړې

کابل-گهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۴ مه نېټه):
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال مارکس پوتزل د جرمني رسنۍ سره مرکه کې ویلي، جرمني او نور غربي هېوادونه باید په افغانستان کې خپل سفارتونه بیا پرانیزي. مارکس پوتزل زیاته کړې چې که د غربي هېوادونو سفارتونه په افغانستان کې پرانیستي وي، دغه هېوادونه کولی شي چې په ښه توګه د دې هېواد د وضعیت ارزونه وکړي.
افغانستان باندې د اوسني نظام تر حاکم کېدو وروسته د جرمني په ګډون غربي هېوادونو افغانستان کې خپل سفارتونه وتړل چې تر اوسه هماغسې تړلي پاتې دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس