معماری
خانه / کتابخانه / تحلیل او تبصره / د منځنۍ آسیا جمهوریتونه او له افغانستان سره یې د سوداګرۍ پراختیا!

د منځنۍ آسیا جمهوریتونه او له افغانستان سره یې د سوداګرۍ پراختیا!

د روانې اونۍ په سر کې په کابل کې د ازبکستان جمهوریت سوداګریز پلاوي او د دغه هېواد لومړي وزیر “عبدالله عارف اوف” په حضور کې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت او د ازبکستان د پانګونې، صنعت او تجارت وزارت ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې گڼ تړونونه لاسلیک شول.همدارنگه په کابل کې د ازبکستان هېواد د لومړي وزیر او افغان چارواکو له خوا د ازبکستان هېواد د محصولاتو او تولیداتو یو نندارتون هم جوړ شو چې د نندارتون او افغان-ازبک پلاویو تر ګډو غونډو او ناستو وروسته، وویل شول چې ازبکستان به دلته د دوه نیم میلیارد ډالرو په ارزښت پانګونه کوي. چې دا ټولې خبرې او تړونونه د دواړو لوریو لپاره مهم او حیاتي ارزښت لري.

په ټوله کې افغانستان ته په اوسنیو حالاتو کې د منځنۍ آسیا له هغه جمهوریتونو سره چې ورسره ګډه پوله لري، د سوداګریزې راکړې ورکړې او ښو اړیکو پراختیا مهم ګام دی چې کولای شي د افغانستان لپاره ښه او له بریا ډک پیغام ولري.

دا ډول سوداګریزه راکړه ورکړه که یوې خواته د سیمي او ګاونډ له ملکونو سره زمونږ سوداګریزې او اقتصادي اړیکې پراخوي، بل اړخ ته د افغانستان په ګاونډ کې پر ځیو نورو هېوادونو لکه پاکستان او ایران زمونږ سوداګریزه اتکا هم راکمولای شي چې هره ورځ او په هره بهانه کله ګډ سرحد زمونږ د سوداګریزو توکیو پرمخ تړي او کله بیا د بېلابېلو بهانو په کارولو سره پر افغاني محصولاتو او صادراتي توکیو ګمرګي تعرفه لوړوي.

کابل ته د ازبکستان د لومړي وزیر وروستی سفر او دلته د افغانستان د دولت او ملي سوداګرو سره د دوی ناستې او غونډې او په پای کې هم د ګڼو تړونونو او هوکړه لیکونو لاسلیک په طبیعي توګه د افغانستان د راتلونکې لپاره ښه زیری لري او په ډاګه کوي چې دا ډول سوداګریزې اړیکې که نور هېڅ هم ونکړي، زمونږ پر دوو شریرو ګاونډیانو زمونږ سوداګریزه تکیه کموي او د سیمي او نړۍ نورو نویو بازارونو ته د افغان سوداګرو لاسرسی زیاتولای شي چې دا په خپله د افغانستان په سوداګریز او اقتصادي ډګر کې لویه لاسته راوړنه ګڼل کېږي.

پدې کې شک نشته چې د منځنۍ آسیا دغه درېو هېوادونو، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان له افغانستان سره ګډه پوله لري او د پخواني شوروي اتحاد څخه تر راجلا کېدو او د مستقلو جمهوریتونو په توګه تر را ټوکېدو وروسته یې د افغانستان لپاره زیات اهمیت پیداکړی دی او د سوداګرۍ او ګډې راکړې ورکړې له اړخه هم افغان سوداګرو ته د زیات اهمیت درلودونکي دي.

له افغانستان سره د دغه هېوادو اقتصادي او سوداګریزې اړیکې زمونږ غوندې موقعیت درلودونکي هېواد ته خورا اهمیت درلودای شي چې متأسفانه په تېرو دوه پرله پسې لسیزو کې د هېواد پر هر تور او سپین باندې حاکمې امریکا له روسیې سره د خپل رقابت په پار، اجازه نه ورکوله تر څو له افغانستان سره د دې هېوادونو د اړیکو د سمې پراختیا ته جدي پاملرنه وشي او دغه هېوادو هم دلته د امریکایي ځواکونو د موجوودیت او د دې هېواد په هر ګوټ کې د امریکا پر خلاف د جګړې له امله، له دغه هېواد سره د خپلو سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پراختیا ته زړه نه ښه کولو.

دې ټولو ته په کتو سره پدې وروستیو کې د منځنۍ آسیا له دوه ګاونډیو هېوادو ازبکستان او ترکمنستان سره د افغانستان د اقتصادي او سوداګریزې راکړې ورکړې او اقتصادي اړیکو پراختیا هغه ضروري ګام دی چې باید زمونږ چارواکي له هره اړخه د هغې قدر و پېژني، د پراختیا هڅه یې وکړي او هغه مافیایي کړیو ته چې تل یې د افغانستان سوداګري او اقتصاد په خپلو منګولو کې نیولی، اجازه ورنکړي چې د دې اړیکو د خرابېدو هڅه وکړي.

کابل ته د ازبکستان هېواد د لومړي وزیر “عبدالله عارف اوف” وروستی سفر او دلته نوموړي ته تود هرکلي او بیا د هوکړه لیکونو او تړونونو لاسلیک دا وښوده چې پر ترکمنستان سربېره د منځنۍ آسیا دا هېواد هم غواړي له افغانانو سره ښې اړیکې ولري او د خبري سرچینو په حواله د ازبکستان د لومړي وزیر له قوله دا هم ویل شوي چې دواړه هېوادونه به خپلې ډیپلوماتیکې اړیکې بېرته د سفیرانو کچې ته لوړوي، چې د اړیکو دغه پراختیا طبعاً پر نورو برخو سربېره پر اقتصادي او سوداګریزه راکړه ورکړه هم اغېز درلودای شي او پدې توګه به یوې خواته د افغانستان اقتصاد او سوداګري وده وکړي او بل خوا به د افغانستان بازارونه یوازې د دوه ګاونډیانو له انحصار څخه خلاص شي.

دې ټولو ته په کتو کابل ته د ازبکستان د لومړي وزیر روستی سفر او د ازبکستان له هېواد سره د افغانستان د ډیپلوماتیکو او سوداګریزو اړیکو پراختیا په اوسنیو شرایطو کې یو ښه زیری او ښه پرمختګ دی چې باید سمه ګټه ترې پورته شي او که چېرې د منځنۍ آسیا له درېیم ګاونډي تاجکستان سره هم، همدا ډول سوداګریزې اړیکې او راکړه ورکړه پیل شي، پرته له شکه چې له ګټې به خالي نه وي. “والسلام”

ـــــــــــــــــــــــ

د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

 

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس