معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د مېدان وردګو سیدآباد کې د نشه يي توکو یوه تولیدي کارخونه کشف او له منځه یوړل شوه

د مېدان وردګو سیدآباد کې د نشه يي توکو یوه تولیدي کارخونه کشف او له منځه یوړل شوه

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۱۶مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د مېدان وردګو ولایت د سیدآباد ولسوالۍ امنیتي مسوولینو ویلي، چې د دغې ولسوالۍ د هفت آسیاب د سیمې اړوند په آزاد خېلو کلي کې یې د نشه يي توکو یوه تولیدي کارخونه کشف او له منځه وړې ده.
د خبر پر بنسټ د یاد ولایت امنیې قومندانۍ ویاند ویلي، له دغې کارخونې څخه ۲.۵ کیلو ګرامه شیشه، ۲۷۴ کیلوګرامه ژوندۍ چونه، ۴۰۰ لېتره تیل، ۱۰ لیتره تېزاب او د نشه يي توکو د تولید او پروسېس یو شمېر نور وسایل کشف او ترلاسه شوي دي.
د یادونې وړ ده، میاشت وړاندې هم دغه ولایت کې د امنیې قوماندانۍ اړوند د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت لخوا ۹۰۸ کیلو ګرامه نیشه یي توکي وسوځول شول.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس