معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / د م.م امنیت شورا ناسته؛ د افغانستان د اوسني وضعیت پړه پر امریکا ور اچول شوې

د م.م امنیت شورا ناسته؛ د افغانستان د اوسني وضعیت پړه پر امریکا ور اچول شوې

ګهیځ نیوز: ننن سې شنبه (د زمري/اسد ۸مه او د اګسټ میاشتې ۳۰مه نېټه ده) د ملګرو ملتونو امنیت شورا تېره ورځ د افغانستان د اوسني اقتصادي او سیاسي وضعیت په تړاو ناسته وکړه.
د راپورونو پر بنسټ د ملګرو ملتونو امنیت شورا په ناسته کې ټولو ګډونوالو هېوادونو د افغانستان د وضعیت پر سر پر امریکا نیوکې وکړې او د جوبایډن اداره یې پر اوسني وضعیت پړه وبلله.
روسیې، چین او ځینو نورو هېوادونو په خپلو څرګندونو کې وویل چې امریکا افغانستان ته د وضعیت د ښه کولو په موخه تللې وه خو نه یوازې چې په دغه هېواد کې یې دایمی ثبات را نه وست بلکې دلته یې میلیونونه وګړي له ستونزو او لوږې سره مخ کړي دي.
دوی پر امریکا نیوکه وکړه چې په شل کلن حضور کې یې افغانستان ته یوازې بدمرغۍ راوړې او د ټولې سیمې امنیت او ثبات ته یې ګواښ جوړ کړ.
امریکايي استازي هم په دې غونډه کې خبرې وکړې او د اوسني وضعیت ډېری مسوولیت یې پر پاکستان او روسیه اچولی دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس