معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د م.م سرمنشي خپله ارزونه کې نړیوال نظام سره د افغانستان د مدغم کېدو غوښتنه کړې

د م.م سرمنشي خپله ارزونه کې نړیوال نظام سره د افغانستان د مدغم کېدو غوښتنه کړې

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۲۷ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د افغانستان د وضعیت په تړاو د ملګرو ملتونو د سرمنشي د خپلواکې ارزونې په درېیمه سپارښتنه کې ویل شوي، چې افغانستان باید په نړیوال نظام کې یو ځل بیا مدغم شي.
د راپور پر بنسټ، په دغه برخه کې د ملګرو ملتونو سرمنشي د نړیوالې ټولنې او د افغان سیاستوالو د منسجم سیاسي مشارکت د بهیر پر پیل ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې دغه منسجم تعامل باید د یوې لار نقشې له مخې پلې شي.
انتونیو ګوترېش زیاته کړې چې د افغانانو ترمنځ خبرې – اترې باید د ټولو ښکېلو غاړو په حضور کې وشي، څو د ټول ګډونه حکومت لپاره لار هواره شي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي او کاري ډلې یې له ۷ میاشتنیو لیدنو او د سرپرست حکومت له ټولو ښکېلو غاړو سره د خبرو – اترو په پایله کې دغه ارزونه چمتو کړې او بیا یې د امنیت شورا ته استولې ده.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس