معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د ناروې د پناه غوښتونکو شورا سرمنشي کابل ته راغلی

د ناروې د پناه غوښتونکو شورا سرمنشي کابل ته راغلی

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۱۹ مه نېټه):
د ناروې هېواد د پناه غوښتونکو شورا مشر يان اېگلند کابل ته د خپل سفر خبر پر خپلې ټویټر پاڼې باندې خپور کړی دی.
نوموړي ویلي، چې د ناروې د پناه غوښتونکو شورا د افغانستان د سرپرست حکومت له لوري په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار باندې د بندیز لګولو وروسته اړ شول چی خپل فعاليتونه په افغانستان کې ودروي.
معلومه نه ده چې نوموړی به د افغان حکومت له کومو مشرانو سره لیدنې کتنې ولري.
د افغان حکومت له لوري د ښځینه کار کوونکو پر کار تر بندیز وروسته دغې پرېکړې پراخ غبرګونونه راوپارول چې له امله یې ګڼ شمېر بهرنیو موسسو خپل کارونه هم ځنډولي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس