معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د نجونو تعلیم او کار په اړه خبرو لپاره د ملګرو ملتونو یو لوړ پوړی پلاوی کابل ته راغلی

د نجونو تعلیم او کار په اړه خبرو لپاره د ملګرو ملتونو یو لوړ پوړی پلاوی کابل ته راغلی

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۲۸ مه نېټه):
ګهیځ ته د ځینو سرچینو د خبر له مخې د ملګرو ملتونو د سرمنشي په استازیتوب درې تنه به د ښځینه قشر د حقوقو په اړه د سرپرست افغان حکومت له چارواکو سره وګوري.
په یادو درې تنو کې دوه یې مېرمنې او یو نارینه دی.
په دې پلاوي کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله امنه محمد، د دغه سازمان د ښځو د دفتر اجرایوي مشره سیما بحوث او د سیاسي چارو او سولې جوړولو چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال خالد خیاري شامل دي.
یاد پلاوي تر دې وړاندې خلیج او نورو ګاونډیو هېوادونو کې ناستې کړې دي.
د سرپرست افغان حکومت له لوري پر نجونو او ښځو د تحصیل او کار تر بندښت وروسته ګڼ غبرګونونه راوپارېدل، خو افغان لوری وایي، هڅه کوي چې هر څۀ ژر د اسلام په چوکاټ کې زمینه برابره او ښځو ته د تحصیل او کار اجازه ورکړي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس