معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د نجونو د ښوونځیو لانجمنه مسئله؛ د حکومت ګڼې پلمې او د ولس یوه غوښتنه

د نجونو د ښوونځیو لانجمنه مسئله؛ د حکومت ګڼې پلمې او د ولس یوه غوښتنه

راپور:نذیر منیب
ګهیځ نیوز: نن سې شنبه د وږي/سنبلې ۲۲مه نېټه ده چې د سپټمبر له ۱۳مې سره سمون لري.
د افغان نجونو پر مخ له شپږم ټولګي د پورته د ښوونځیو تړلو په اړه چارواکو او حکومت تر اوسه یوه ثابته خبره او پالیسي نده اعلان کړې خو د تېرې اونۍ په پای کې د پوهنې سرپرست وزیر د خپل دغه اقدام دلیل د کلیوالو خلکو نا خوښي وګڼله؛ خو عام خلک بیا وايي هېڅ ولسي وګړی له دې کار سره مخالفت نه لري .
د تېر یوه کال راهیسې په افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو را وروسته په ټول هېواد کې د نجونو پر مخ تر شپږم پورته ټولګي بند دي چې په کور دننه او بهر یې پراخ غبرګونونه پارولي دي.
حکومتي چارواکو د خلکو د غوښتنو پر وړاندې وخت نا وخته د نجونو پر مخ تر دولسم ټولګي پورې نجونو پر مخ د ښوونځیو د پرانستو ژمنه کړې خو تر څنګ یې ویلي، په دې اړه پر یوه میکانیزم کار کوي چې تر بشپړېدو وروسته به یې په اړه عملي ګامونه واخلي.
که څه هم دوی هېڅ کله ندي ویلي چې د دوی دا طرحه به کله بشپړه شي او دا کړې ژمنه به څه وخت پوره کړي؟ خو په همدې حال کې د طالبانو حکومت د پوهنې وزیر مولوي نورالله منیر بیا وایي چې خلک نه غواړي تر شپږم ټولګي پورته د دوی لوڼې ښوونځیو ته لاړې شي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې کله اقتصادي مسایل د نجونو د ښوونځیو پر وړاندې د خنډ په توګه یاد شوي او کله بیا اوسنی نصاب له ستونزو ډک بلل شوی چې د دوی په خبره پر سمون یې کار کېږي.
خو تر یو کلن مزل وروسته نه د یاد میکانیزم په اړه کوم هیله بخښونکی خبر شته، نه په تعلیمي نصاب کې د کوم بدلون او نه هم د خلکو دې غوښتنې ته مثبت ځواب ویل شوی دی.
څو ورځې وړاندې په پکتیا کې د قومي مخورو او ښوونځیو مدیرانو په خوښه د ګوتو په شمېر ښځینه ښوونځي د زده کوونکو پر مخ پرانستل شول، خو درې ورځې وروسته له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځیو ته له ننوتلو منع کړی شوې.
بل اړخ ته په کابل کې د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وویل، تر څو چې په دې اړه د پوهنې وزارت پرېکړه نه وي شوې، څوک حق نه لري چې په خپل سر د نجونو د ښوونځیو د پرانستو پرېکړه وکړي.
په ورته وخت کې د پوهنې سرپرست وزیر ملا نورالله منیر په خپلو تازه څرګندونو کې د نجونو پر مخ د ښوونځيو د تړلو لامل، له هغې سره لرې پرتو سیمو او کلیوالو سیمو د اوسېدونکو نا خوښي ګڼلې.
د پوهنې سرپرست وزیر ښاغلي منیر د وږي (په ۲۰مه) ارزګان ته د یوه کاري سفر په ترڅ کې د خبریالانو د پوښتنو د ځوابولو پر مهال د نجونو د ښوونځیو د نه خلاصېدو د لامل په اړه وویل، چې که په دې اړه د لیرې پرتو سیمو له سپین ږیرو څخه پوښتنه وشي معلومه به شي چې څو سلنه خلک چمتو دي چې خپلې ۱۶ کلنې لوڼې ښوونځي ته واستوي.
نوموړي دغه راز وویل حکومت په دې اړه کوښښ کوي څو داسې شرایط رامنځته کړي چې د خلکو اعتراض هم رانشي او تعلیم هم په خپلو اصولو برابر شروع شي.
بل خوا د پوهنې وزیر له دې ډول څرګنونو سره سم، د هېواد دننه او بهر د یادې موضوع په اړه یو ځل بیا غوغا جوړه شوه، د دینې عالمانو په ګډون عامو خلکو او آن په خپله د اوسني حکومت ځینو پلویانو هم په دې اړه غبرګون و ښود.
د خلکو غبرګون او غوښتنه:
په کور دننه خلکو د پوهنې د سرپرست وزیر ملا نورالله د دغو خبرو په غبرګون کې، چې ګواکې ولس په اوسنیو شرایطو کې خپلې لوڼې ښوونځيو ته استول نه غواړي، په ټولنیزو شبکو او خواله رسنیو کې (مونږ پر خپلې لور او خور ښوونځي لولو) تر شعار لاندې ژر تر ژره د نجونو ښوونځیو د خلاصون غوښتنه وشوه.
دوی ټینګار کوي، چې نه اسلام او نه هم زمونږ ټولنه د نجونو د زده کړو مخالفت کوي.
آن د پوهنې د سرپرست وزیر له خبرو وروسته د ارزګان اوسېدونکو هم د رسنیو له لارې وزیر ته په ځواب کې وویل، چې له کابله راغلی وزیر د دوی د خلکو استازیتوب نشي کولی، دوی غواړي لوڼې یې ښوونځیو ته لاړې شي.
بل خوا یو شمېر دیني عالمانو هم له امارت نه غوښتي چې د نجونو پر مخ دې د ټولو ښوونځیو دروازې خلاصې کړي.
مشهور دیني عالم او د ښار په هر ګوټ کې د تفسیر درس ورکونکی، شیخ عبدالصبور عباسي د پوهنې وزیر څرګندونو ته په ځواب کې وویل، چې: له مونږ دیني عالمانو سره ستا د خبرې هیڅ توجیه نشته.
هغه زیاته کړه: “تاسو مکتبونه پرانزئ، چې څوک لورگانې نه پرېږدي، بیا نو پړه به یې پر تاسو نه وي.”
شیخ القرآن مولوي عبدالصبور زیاته کړه چې د افغانستان یوه عالم هم تر اوسه د ښځو د تعلیم په خلاف یوه جمله هم نه ده لیکلې او ټول په دې اړه یوه خوله دي چې نجونې دې په اسلامي چاپېریال او له اسلامي حجاب سره زده کړې وکړي.
په همدې بڼه یو بل ځوان ټولنیز فعال عبدالرزاق حبیبي، دا ډول څرګندونې، د پوهنې د وزیر لخوا پر ولس پورې شوی تهمت ګڼي چې، ګنې دوی د نجونو د ښوونځیو د پرانستو خلاف دي.
هغه له ګهیځ نیوز سره په خبرو کې د یوه دلیل په توګه یادونه وکړه چې:”په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان په کوم یوه ګوټ کې هېڅ افغان داسې مظاهره نده کړې چې و وايي د نجونو مکتب دې بند شي! خو په تېر يو کال کې يې د خلاصولو څو مظاهرې وشوې”.
دوي ټینګار کوي، چې د خپلو اولادونو د روښانه راتلونکي لپاره د خپلو لوڼو او زامنو د ښه او باسواده روزلو لپاره د زده کړو په برخه کې شته ستونزې باید حل کړای شي.
د نړۍ په کچه د موضوع اهمیت:
د نجونو د ښوونځیو په تړاو پرېکړه په نړیواله کچه هم غندل شوې او په پرله پسې ډول یې د پرانسیتلو غوښتنې شوې دي خو لا هم حکومت په دې اړه پر خپل دریځ کلک دی.
د وزیر له خبرو یوه ورځ وروسته د وږې په ۲۱ مه د افغان ښځو او نجونو د حقونو په چارو کې د امریکا متحده ایالتونو ځانګړې استازې افغاني نژادې “رینا امیري” پر خپله ټویټر پاڼه د افغاني نجونو د متوسطه او ثانوي ښوونځيو بندېدو په خاطر د طالبانو د حکومت پر سیاست ګوت نیونه وکړه او ویې ویل چې دا ډول سیاست د توجیه وړ نه دی او په خبره یې د نجونو د ښوونځيو تړل کېدل په دین او کلتور پوري اړه نه لري.
بل خوا په امریکا کې د پوهنتون استاد او د نړیوالو چارو څارونکی عبیدالله برهاني هم وايي چې په افغانستان کې د نجونو د لوړو او متوسطه زده کړو په تړاو د پوهنې وزیر څرګندونې ناسمې دي.
هغه له ګهیځ نیوز سره په خبرو کې وویل چې په دې برخه کې د حکومتي چارواکو ضد او نقیض څرګندونې کولای شي د حاکم نظام ستنې کمزورې کړي.
ښاغلی برهاني وایي چې نړیوالو تر دې وړاندې هم په دې تړاو اندېښنې درلودې او که یې یوه معقوله حل لاره پیدا نشي، نو دا معنا ترې اخیستل کېدای شي چې د نړیوالو اندېښنې پر ځای دي.
د ده په وینا، نړیوالو ته دا مسله مهمه ده، که رښتیا دوی د نجونو پر مخ ښوونځي پرانېزي نو نړیوالې ادارې او مؤسسې به د طالبانو له حکومت سره د مرستې چمتوالی وښيي.
بل خوا د ملگرو ملتونو د سرمنشي ځانگړي استازي سیاسي مرستیال او د یوناما سرپرست”مارکُس پوتزل” د هېواد له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره په یوه لیدنه کې د نجونو د ښوونځیو پر پرانستو ټینګار کړی دی.
روان وضعیت تر کومه؟:
په ورته وخت کې تېره دوشنبه، د روان زېږدیز کال د سپټمبر ۱۲مه، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا غونډه وه چې په ترڅ کې یې ښځو حقونو په چارو کې د بشري حقونو د څار بنسټ مرستیالې” هیدر بار چې” په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو تړلي پاتې کېدل او په اړه یې د کابل د چارواکو څرګندونې غندلې او ویلي یې دي چې له دغې شورا یې غوښتي تر څو د نجونو د زده کړو په برخه کې جدي ګامونه واخلي او د امارت مشران باید پدې تړاو مسؤلانه چلند ته اړ کړي.
سره له دې چې د افغانستان د اوسني حکومت دننه هم ځینې مهم چارواکي د نجونو د ښوونځیو له تړلو سره مخالف دي خو داسې اټکل کېږي چې تر څو د تحریک ‎د مشرتابه شیخ هبت الله اخندازه پرېکړه نه وي شوې، ښايي تر هغې پورې د لوړو صنفونو د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې همداسې تړلې پاتې وي.
“پای”

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس