کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ۲۲ نېټه):
د نړیوالو رسنیو د خبر له مخې میانمار د نشه یي توکو په تولید کې افغانستان شاته پرېښود.
د ملګرو ملتونو د جرمونو او نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې دفتر په خپل تازه راپور کې ویلي، چې افغانستان کې د کوکنارو کښت له کمېدو وروسته اوس میانمار د کوکنارو تر ټولو ستر تولیدونکی هېواد دی.
د دغه دفتر په راپور کې راغلي، چې میانمار کې د کوکنارو په کښت کې ۱۸ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
دوی وایي، چې اوس د دغه هېواد په ۴۷ زره او سل هکتاره ځمکه باندې کوکنار کرل شوي دي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/