معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د نغلو ۱۰ ميګاواټه لمريزه برېښنا ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د نغلو ۱۰ ميګاواټه لمريزه برېښنا ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

کابل-ګهیځ نیوز(د تلې/ میزان ۲۸ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د نغلو ۱۰ ميګاواټه لمريزه برېښنا، نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د چارواکو په وینا، له دې چارې سره به په کابل او جلال اباد کې ۱۰ زره کورنۍ له برېښنا څخه برخمنې شي.

د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر د نغلو د ۱۰ميګاواټه لمريزې برېښنا پروژې پرانيست غونډه کې ویلي، چې د اوبو مديريت، د انرژۍ توليد او واردول د سرپرست حکومت مهم لومړيتوبونه دي او کار به ورته کوي.

نوموړي ویلي، اوسمهال افغانستان کې ۹۰۰ ميګاواټه برېښنا شتون لري او هڅې روانې دي، چې په لنډ وخت کې دغه اندازه ۱۰۰۰ ميګاواټه ته لوړه شي.

د یادونې ده چې دا پروژه د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د وزارت تر څارنې لاندې د یوې خصوصی کمپنۍ په اته میلیونه ډالره پانګونې پلې شوې ده.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس