کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۲۹مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې یاد ورکشاپ د اطلاعات او کلتور ریاست تر چتر لاندې د اطلاعاتو آمریت په نوښت د ننګرهار ولایتي ادارو ویاندویانو ته پر لار اچول شوی و.
د خبر پر بنسټ دغه ۱۵ ورځني ورکشاپ کې د ولایتي ادارو ملکي او نظامي ویاندویانو ته د پوهنتون د مجربو استادانو لۀ لوري روزنه ورکړل شوه.
د ننګرهار اطلاعات او کلتور رییس د دغه ورکشاپ پای غونډه کې له ټولو ګډون کوونکو ویاندویانو غوښتنه وکړه، چې دغه روزنیز ورکشاپ کې له ترلاسه شوې پوهې دې خپلو عملي چارو کې ګټه واخلي.
د ورکشاپ استادان وایي، د ۱۵ کاري ورځو پرمهال یې ویاندویانو ته د خپلو ادارو اړوند خبر او راپور لیکلو د مهارت ترڅنګ، د ویاندویۍ، رسنوالو سره د ښو اړیکو او ګڼ شمېر نورو موضوعاتو باندې چې د دوی کاري چاپېریال پورې اړوند وو، روزنه ورکړه.
پۀ روزنیز ورکشاپ کې ګډونوالو ویاندویانو بیا د اطلاعات او کلتور ریاست لۀ مسوولینو او استادانو مننه وکړه او دوی دغه نوښتیز اقدام یې وستایه.
د دوی په خبره د دغه روزنیز ورکشاپ څخه د ترلاسه شوې پوهې بر بنسټ به خپلې اداري او مطبوعاتي چارې لا ښکلې او اسانې کړي
د اطلاعات او کلتور ریاست مسوولین ډاډ ورکوي، چې د ریاستونو مطبوعاتي مسوولینو او مشرانو ته به راتلونکي کې ورته نور روزنیز ورکشاپونه هم پر لار اچوي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/