معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د ننګرهار برېښنا شرکت د بِلونو تادیې په اړه خلکو ته خبرداری ورکړ

د ننګرهار برېښنا شرکت د بِلونو تادیې په اړه خلکو ته خبرداری ورکړ

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۲۰ نېټه):
د ننګرهار برېښنا شرکت مطبوعاتي مسوولینو ویلي، چې د ننګرهار د برېښنا شرکت له ټولو پوروړو او باقيدارو پېرودونکو غوښتي، وړاندې تر دې چې د برېښنا بِلونو نه تادیې له امله مو برېښنا پرې شي، خپل بِلونه تادیه او پورونه تصفیه کړئ.
د برېښنا شرکت ریيس د ننګرهار ولايت د برېښنا د څه باندې ۷۰ زره پېرودونکو د ۱۴۰۱ لمريز کال د شپږمې يا وروستۍ دورې د بِلونو د چاپ له پروسې هم ليدنه وکړه.
مسوولینو د برېښنا ریيس ته ډاډ ورکړ، چې د بِلونو د چاپ پروسه په چټکۍ سره روانه ده او تقريباً پای ته رسېدلې.
د برېښنا ریيس د محصول تعينولو څانګې له مسوول او ميټر لوستونکو سره هم وليدل او سپارښتنه يې ورته وکړه، چې د پېرودونکو چاپ شوي بلونه ژر تر ژره تر پېرودونکو ورسوي او د برېښنا شرکت عوايد ترې راټول کړي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس