معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د ننګرهار عامه کتابتون سره د ۸ سوه ټوکه کتابونو مرسته وشوه

د ننګرهار عامه کتابتون سره د ۸ سوه ټوکه کتابونو مرسته وشوه

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي ۲۴ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ننګرهار عامه کتابتون (راشئ ولولئ) کتابتون سره د لیکوال او ژورنالېست باز محمد عابد له لوري د ۸ سوه ټوکه بېلابېلو برخو کتابونو مرسته وشوه.
د ننګرهار اطلاعات او کلتور ریاست کې د فرهنګ آمر امرالله امید د نوموړي د کتابونو له ورکړې مننه وکړه او پر نورو فرهنګ پالو یې غږ وکړ، چې خپل اضافي کتابونه د عامه لوستنې لپاره دغې کتابتون ته په واک کې ورکړي.
د ننګرهار عامه کتابتون مسوول ضیاءالدین همت مل بیا خلک دې کتابتون ته د لوستنې او مطالعې لپاره وبلل او ډاډ یې ورکړ، چې راشئ ولولئ کتابتون دروازې د لوست مینه والو لپاره خلاصې دي.
د یادولو وړ ده چې د ننګرهار عامه کتابتون (راشئ ولولئ) کې له ۱۵ څخه تر ۲۰ زرو پورې ادبي، کلتوري، سیاسي، عملي او نور بېلابېل ډوله کتابونه د مطالعې مینه والو لپاره شتون لري.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس