معماری
خانه / فساد او د ګهیځ مبارزه / د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې شا او خوا درې زره ماشومان د پلرونو د پورونو په بدل کې د خښتو په بټیو کې شاقه کارونه کوي

د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې شا او خوا درې زره ماشومان د پلرونو د پورونو په بدل کې د خښتو په بټیو کې شاقه کارونه کوي

د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې شا او خوا درې زره ماشومان د پلرونو د پورونو په بدل کې د خښتو په بټیو کې شاقه کارونه کوي
راپور: ایمل ظاهر
په ننګرهار کې په سل ګونو بې وزلې کورنۍ له شا او خوا درې زره ماشومانو سره د خښتو د بټیو له مالکانو سره ګرو دي او د راتلونکې لپاره هېڅ ډول تصور هم ورسره نشته.
د ننګرهار د سره رود ولسوالي چې د جلال اباد ښار لوېديځ خوا ته په لس کيلومترۍ کې پرته ده، د خښتو د بټیو له اړخه یوه بډایه ولسوالي ګڼل کېږي چې سل ګونه بې وزلې کورنۍ د غربت او لا چارۍ له امله ورسره په کار بوختې دي.
د دغو کورنیو ماشومان له خپلو پلرونو او کورنیو سره د خښتو بټیو مالکانو سره د پیسو او پور په بدل کې ګرو دي، چې د بټیو مالکان او پلرونه یې د دې لپاره چې ور باندې پاتې پورونه ژر پوره کړي پر ماشومانو شاقه کارونه تر سره کوي او د هغوی په نازکو بدنونو هېڅ رحم نه کوي.
د خښتو په بټیو کې په شاقه کارونو اخته همدا ماشومان د خپل راتلونکي په اړه هېڅ هیله نلري او د دوی په کار ځای کې نه کوم ښوونځی شته او نه داسې مکان چې دوی پکې زده کړې وکړي او د خپل روښانه راتلونکې څرک پکې وګوري.
د غوث په نوم یو تن له خپلو درې زامنو سره چې یو یې لس کلن، بل یې دیارلس کلن او درېیم یې پنځلس کلن دی، همدلته د خښتو په یوه بټۍ کې په کار بوخت دي.
دوی کرۍ ورځ دروند او سخت کار ته اوږه ورکړې، پلار يي وايي ناچاره دی له دې حالت څخه د خلاصون هېڅ کومه بله چاره نلري.
هغه وایي:” دوه کاله مې وشول چې له پاکستان نه افغانستان ته راغلی یم، هلته مې هم د خښتو په بټۍ کې کار کاوه، دلته چې راغلو بل کار مې پیدا نه کړ، یو څه وخت بې کاره وګرځېدم نو مجبور شوم د خښتو بټیو ته راغلم، دلته مې اول ځل د بټۍ له یوه مالک سره کار شروع کړ، هغه راته د اوسېدو یو کور هم راکړ او اتیا زره افغانۍ مې ورنه قرض هم کړې، خو اوس مې دوه کاله پوره شول چې ورسره کار کوم خو هغه اتیا زره افغانۍ قرض مې لا خلاص نه کړای شو.”
له پنځلس کلن ولي خان څخه چې د غوث دویم زوی دی او د خښتو په بټۍ کې له خپل پلار سره کار کوي مو وپوښتل چې ښوونځي ته ځې که نه؟ هغه وایي:
“درې میاشتې کېږي چې مکتب مې خوشی کړی، ځکه مجبوري مو ده، پلار مې یوازې دا قرض نشي خلاصولی زه او دا دوه نور وروڼه مې هم ورسره یو، ځکه د بټۍ مالک مونږ ته دوه کوټې کور راکړی او پلار ته مې وایي چې ته به هره ورځ دوه زره خښتې جوړوې او پلار مې یوازې دومره خښتې نشي وهلی نو مونږ هم ورسره کار کوو.”
ولي خان وایي په بټۍ کې کار کول سخت دي او د ځان درد په ناروغۍ یې اخته کړی خو له دې کار پرته یې بله چاره نشته.
له دې درندو او سختو کارونو زغملو سره سره دغه سلګونه ماشومان د زده کړې څخه هم بې برخه دي، دوی چې چېرته کارونه کوي هلته نږدې ښوونځي نشته او که لیرې ښوونځي ته ځي نو بیا خپلو پلرونو سره ډېر کار نشي کولای.
د دغو ماشومانو پلار وايي: “دلته انجینران راځي، یوه میاشت مخکې هم دوه کسان راغلي وو، مونږ نه یې پوښتنې وکړې ټولې خبرې مو ورته وکړې هغوی ځان سره ولیکلې او مونږ ته یې ویل چې تاسو ته دلته مکتبونه جوړوو خو کومه دي، جوړ یې نه کړل، نور انجینران راغلي وو ویل یې تاسې سره د موادو مرسته کوو، ټولو خانانو ته یې مواد ورکړل او مونږ ته خو چا رانکړل.”
د سره رود ولسوالۍ د خښتو بټيو د اتحادیې مشر سلیم هم د کارګرو ماشومانو ستونزي تائیدوي او وایي:
“سره رود کې له لس زرو نه هم ډېرې کورنۍ شته دي چې په بټیو کې کار کوي، تقریباً په دې کورنیو کې پنځه زره ماشومان دي او ۳۰۰۰ یې د خپلو پلرونو سره په بټيو کې کار کوي، دوی ټول ښوونځي ته نه ځي، حکومت څو څو ځله وعده وکړه چې دوی ته به مکتبونه جوړ کړو خو عملي کوي یې نه، تر دې پورې چې مونږ د بټيو مالکانو ورته په خپل مصرف مولوي صاحبان نېولي چې اوبال دي د دوی آینده خرابه نشي او دیني درس ورته وایي خو حکومت تر اوسه پورې هېڅ هم نه دي کړي.”
سلیم همدار راز وايي ناشوني ده چې دغه ګرو شوې کورنۍ خپل پورونه خلاص کړای شي، نوموړی وايي په دوی کې یو تعداد کسان شته چې خپل پورونه به خلاص کړي خو اکثریت ګرو شوې کورنۍ دومره پوروړې شوې چې که د عمر تر پایه کار وکړي بیا به هم دغه پورونه خلاص نشي کړای.
د ده په وینا بې وزله کورنۍ د خپلو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره مجبوریږي چې د پور له پاسه پور واخلي، او په بدل کې يي د خښتو بټیو مالکانو ته کار وکړي.
په ختیځ کې د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون مشر شمس حبیب هم مني چې ګڼ شمېر ماشومان د خښتو په بټيو کې د خپلو کورنیو سره یوځای د بټیو له مالکانو سره ګرو دي او ښوونځي ترې پاتي دي.
نوموړی په دې برخه کې د خپلو هڅو خبره کوي خو هلته په کوچنیو ماشومانو د شاقه کار د نه مخنیوي پړه په حکومتي ادارو ور اچوي نوموړی وايي:
“مونږ دا نه ردوو، رښتیا هم هلته ډېر زیات ماشومان په شاقه کار اخته دي او زده کړو ته لاس رسی نلري، مونږ سره کره ارقام نشته خو زمونږ ساحوي ټيمونه ورځي او راپور مو یې له مرکز سره هم شریک کړی او دلته مو د دولتي ادارو سره هم شریک کړی، خو مونږ کومه اجرائیوي اداره نه یو، فقط له هغوی سره یې ستونزه او خپلې اندیښنې شریکوو.”
شمس حبیب زیاتوي چې: “دا تېره میاشت مو هم یوه ګډه ناسته لرله د پوهنې ریاست، کار او ټولنیزو چارو ریاست او بشري حقونو کمیسیون د درې اړخیزو همکاریو یوه ناسته ترسره شوه او پکې ژمنې وشوې چې ماشومانو ته به د درس ویلو زمينه برابرېږي او د شاقه کارونو څخه به خلاصېږي خو تر اوسه پورې عملي شوې نه ده.”
د خښتو په بټيو کې مو د کارګرو ماشومانو په برخه کې شته ستونزې او نیوکې د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو له رئیس عبدالحکیم شیرزاد سره شریکې کړې، خو نوموړی د دوی پر ریاست شوې نیوکې ردوي او وایي چې دوی دې برخې ته پوره پام کړی.
هغه د خښتو د بټيو له مالکانو سره د کورنيو او ماشومان ګرو کېدل ردوي خو وایي: “د سره رود د خښتو په بټيو کې یواځې(۱۰۲۷) او زر اوه ویشت کورنۍ شته چې پکې د ټولو ماشومانو شمېر یې( ۷۴۲۸) اووه زره څلور سوه اته ویشت کسانو ته رسېږي او هغه ماشومان چې کار کوي (۲۷۹۰ ) دوه زره اووه سوه نوي تنه دي او مونږ د افغانستان په کچه په ننګرهار کې د دې ماشومانو لپاره یو امتحاني طرحه جوړه کړې چې دا ماشومان له شاقه کارونو خلاص کړو.”
د ننگرهار د کار او ټولنیزو چارو رئیس وایي: “پدې طرحه کې لومړی یوه سروي وه چې وکولای شو د ټولو کورنیو او ماشومانو شمېر معلوم کړو، بیا ورته په هرو پنځو کورنیو یو یو ملا ونیسو چې هغوی ته دیني زده کړې ورکړي او د بټيو د مالکانو او پوهنې ریاست سره د ګډ تفاهم له مخې، دې ماشومانو ته د عصري زده کړو لپاره ښوونځي او کورسونه جوړېږي او پلرونو نه یې مونږ ژمنه اخیستې چې له څوارلس کلنۍ نه کم عمره ماشومانو باندې به کار نکوي او ترې د پورته عمر والا به سهار نه ښوونځي ته ځي او ماسپښین به کارکوي خو داسي دروند کار نه چې هغوی ته تاوان ورسوي ”
و مو غوښتل چې په دې تړاو د ننګرهار د والي نظر هم واخلو خو له څو ځله هڅو سربیره هم د دوی په نظر اخیستلو ونه توانېدو.
سره له دې چې ننګرهار کې د دولتي ادارو ترڅنګ بېلا بېلې نړیوالې مرسته کوونکي ادارې هم د ماشومانو د ملاتړ په برخه کې کار کوي لا هم دې ولایت کې د کارګرو ماشومانو ستونزې نه دي حل شوي.
د یادونې وړ ده چې د سره رود د خښتو بټيو ترڅنګ د تورخم په سرحدي ښارګوټي او جلال اباد ښار کې هم په سلګونه ماشومان په درنو کارونو بوخت دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس