معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د ننګرهار پوهنې ریاست اړوند یو شمېر ښوونځیو سره د تدریسي او نورو اړتیا وړ توکو مرسته وشوه

د ننګرهار پوهنې ریاست اړوند یو شمېر ښوونځیو سره د تدریسي او نورو اړتیا وړ توکو مرسته وشوه

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۱۷ نېټه):
د ننګرهار پوهنې ریاست مطبوعاتي مسوولینو ویلي، چې د دغه رياست اړوند خوږياڼو سواد زده کړې لس ټولګيو سره د JACK موسسې لخوا د تدريسي موادو مرسته وشوه.
مسوولینو دغه راز یو بل خبر کې ویلي، چې د کوټ پوهنې آمريت اړوند مختلفو ښوونځيو سره د ماشوم ساتنې موسسې لخوا ۱۵۰ دانو د اوبو څښلو ترموزونو او ګيلاسونو مرسته ترسره شوه.
د دې ترڅنګ د شينوارو پوهنې آمريت الفتح لېسې سره د يو معارف پاله کس لخوا د ۵ عددو سطرنجيو او د بهسودو پوهنې آمريت شهيد ملنګ لېسې سره د ویناوالۍ په موخه د يو معارف پروره شخص لخوا د يو دانه ډېک مرسته وشوه.
د دوی په خبره د پوهنې ریيس مفتي حبيب حضرت حقاني له دغو ټولو مرستو مننه کړې او مسوولینو ته یې لارښوونه کړې، چې د يادو اجناسو څخه په سمه توګه کار واخلي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس