معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د نورستان د روغتیایي مرکزونو لپاره ۱۶ قابله ګانې روزل شوي

د نورستان د روغتیایي مرکزونو لپاره ۱۶ قابله ګانې روزل شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۱۰ نېټه):
د افغانستان لپاره د سوېډن کمېټې په نورستان ولايت کې د مشفي او مليل روغتيايي مرکز لپاره نوې ودانۍ جوړه او په ورته مهال کې يې د قابله ګۍ له ښوونځي څخه ۱۶ نجونو د فراغت مراسم تر سره کړل.
د دې بنسټيز روغتيايي مرکز د ودانۍ چارې په لويديځ نورګرام ولسوالۍ کې د اوو مياشتو په موده کې د آبادې پروژې تر چتر لاندې د ۲۱ ميليونه افغانۍ په مالي لګښت د ملګرو ملتونو پرمختيايي پروګرام له لوري ترسره شول.
له ياد روغتيايي مرکز څخه به له ۳۰ زرو پورته وګړي چې نيمه برخه يې ښځې او نجونې دي، ګټه پورته کړي.
دغه ډول به دا فارغې قابله ګانې په کامدېش، پارون، وايګل، دواب، واما او منډول ولسواليو کې خلکو ته روغتيايي استانتياوې برابرې کړي.
د قابله ګۍ دا ښوونځی د کورنۍ روغتيا ځالې پروژې تر چتر لاندې د ۲۶ مياشتو په موده کې د UNFPA په مالي مرسته بشپړ شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس