معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د نورستان وانت ولسوالۍ کې یو روغتیایي مرکز ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د نورستان وانت ولسوالۍ کې یو روغتیایي مرکز ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲۷ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ‏عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې د نورستان ولایت د وانت ولسوالۍ په نشیګرام سیمه کې یو روغتیایي مرکز ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه مرکز به د سیمې اوسېدونکو د روغتیایي ستونزو په حل کې تر ډېره مرسته وکړي.

له بلې خوا د نشیګرام اوسېدونکي د دې مرکز په جوړېدو خوښي څرګندوي او زیاتوي، چې له دې وړاندې به د روغتیایي خدماتو لپاره تر لرې سیمو تلل او له امله یې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان وو.

تر دې وړاندې عامې روغتیا وزارت د نورستان په نورګرام ولسوالۍ کې هم د ۲۸ میلیونه افغانیو په لګښت د یو بل روغتیایي مرکز د جوړېدو چارې پیل کړې وې.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس