معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د نورستان په وانټ وايګل ولسوالۍ د کورونا په مرکز کې اورلګېدنه رامنځته شوې

د نورستان په وانټ وايګل ولسوالۍ د کورونا په مرکز کې اورلګېدنه رامنځته شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۱۵مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د وانټ وایګل ولسوالۍ ځایي خلکو ویلي، چې تېر مازیګر ناوخته د وانټ وايګل ولسوالۍ په کورونا مرکز کې اورلګېدنه رامنځته شوې ده.

ځایي خلکو ویلي، چې دغه اورلګېدنه کې د یاد مرکز ډېره برخه سوځیدلی ده.

د ځایي مېشتو په وینا که چېرته اورلګېدنه مهار نشي، نو په څنګ کې د وانټ عالي لېسې ته هم سرایت وکړي.

د نورستان عامي روغتيا ریاست ویاند هم پېښه تایید کړې او ویلي چې د د سیمې د خلکو او ځايي مسوولينو لخوا د اور مهارولو هڅې روانې دي.

نوموړي د پېښې علت نه دی په ډاګه کړی، خو ویلي چې علت به یې تر پلټنو وروسته په ډاګه شي.

یاده پېښه کې چاته مرګ – ژوبله نه ده اوښتې، خو د ځاني زیانونو په اړه راپورونه ورکړل شوي، اما کره شمېر یې تر اوسه نه دی معلوم شوی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس