ګهیځ: نن پنجشنبه (د کب پنځمه نېټه ده) په نورستان کې د (S.I.D.A) او (U.N.D.P) خیریه ادارو په مالي مرسته د لسو روغتیايي مرکزونو لپاره ودانۍ جوړېږي.
د نورستان والي حافظ محمد اغا حکیم د دې ولایت د عامې روغتیا له رییس مولوي نقیب الله نوري او د سوېډن کمېټې د انجینېرانو سره په لیدنه کې، ډاډ ورکړی چې، د روغتیايي اسانتیاوو په رامنځ ته کولو کې د دوی همکاري او ملاتړ کوي.
حافظ محمد اغا پر یادو چاوراکو ټینګار وکړ، څو ودانۍ د نورستان ولایت موسمي بدلونونو ته پام ورغوي، نوموړي اړونده چارواکو ته لارښوونه وکړه چې دیادو پروژو کارونه په خپل وخت پيل کړي.