ګهیځ: نن پنجشنبه (د کب پنځمه نېټه ده) په نورستان کې د (S.I.D.A) او (U.N.D.P) خیریه ادارو په مالی مرسته د لسو روغتیایی مرکزونو لپاره ودانۍ جوړېږی.
د نورستان والی حافظ محمد اغا حکیم د دې ولایت د عامې روغتیا له رییس مولوی نقیب الله نوری او د سوېډن کمېټې د انجینېرانو سره په لیدنه کې، ډاډ ورکړی چې، د روغتیایی اسانتیاوو په رامنځ ته کولو کې د دوی همکاری او ملاتړ کوی.
حافظ محمد اغا پر یادو چاوراکو ټینګار وکړ، څو ودانۍ د نورستان ولایت موسمی بدلونونو ته پام ورغوی، نوموړی اړونده چارواکو ته لارښوونه وکړه چې دیادو پروژو کارونه په خپل وخت پیل کړی.
گهیځ