کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومي۲۳ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت مسوولینو ویلي، چې د نورستان ولایت په ۹ ولسوالیو کې د څه باندې ۱۷ میلیونه افغانیو په ارزښت سربندونه او کانالونه جوړیږي.
د خبر پر بنسټ، د یاد وزارت مسوولینو زیاته کړې، چې له دې ډلې یې په دریو ولسوالیو کې د یاد وزارت د سرپرست وزیر له لوري د یوه کانال او دوو ذخیروي حوضونو چارې په عملي ډول پیل شوې.
د وزارت په خبره، چې دې پروژو سره به د سیمې سلګونو اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شي او اړوندو برخو کې به د دې ولسوالیو ستونزې تر ډېره بریده هوارې شي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/