کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۲۰ مه نېټه):
د افغانستان مرکزي بانک د تفتیش کمېټې رییس شاه محمود محرابي رسنیو ته ویلي، چې د فرانسوي شرکت د ژمنې مطابق د نویو چاپ شویو افغانیو لومړۍ بسته به د ۲۰۲۳ کال په (می) میاشت کې افغانستان ته ولېږدول شي.
د دې کمېټې رییس وايي، دغه پیسې د یو فرانسوي شرکت له لوري چاپ شوي، چې دا لړۍ به په راتلونکو میاشتو کې هم دوام ولري.
د نوموړي په خبره پاتې نورې بستې به د روان زېږدیز کال په وروستیو درېو میاشتو کې افغانستان ته وسپارل شي.
تر دې وړاندې هم د افغانستان بانک د تفتیش کمېټې رییس ویلي وو، چې د یو نیم میلیارد په ارزښت نوې چاپ شوې افغانۍ چې د یوه پولنډي شرکت له لوري چاپ شوي، افغانستان ته لېږدول شوي دي.
هېواد ته د نویو افغانیو د لېږد خبره په داسې مهال کیږي، چې د کابل د شهزاده سرای د صرافانو د ټولنې او نورو د پېر او پلورونکو په وینا ډېری افغاني بانک نوټونه زاړۀ شوي، چې دوی ته یې په اخیستو او ورکولو کې لوی سرخوږی جوړ کړی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
Telegram (https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl)
Gaheez News_ګهیځ نیوز
ګهیځ د هېواد اړوند د کره، پر وخت او بې پرې خبرونو هېنداره…!