معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د نوي تعلیمي کال په نږدې کېدو سره حامد کرزي د نجونو پرمخ د زده‌ کړو د بیا پیل غوښتنه کړې

د نوي تعلیمي کال په نږدې کېدو سره حامد کرزي د نجونو پرمخ د زده‌ کړو د بیا پیل غوښتنه کړې

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب  ۲۸   مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د نوي تعلیمي کال په رارسېدو سره یو ځل بیا له سرپرست حکومته غوښتي، چې د نجونو پرمخ د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي.

د ښاغلي کرزي پر ټویټر پاڼې لیکل شوي، چې د علم زده کړه د هرې انساني ټولنې د بقا، پرمختګ او له احتیاجه د خلاصون لار ده.

د نوموړي په خبره د نجونو پر مخ د ښوونځيو پرانیستو سره به هېواد د پردیو له احتیاجه آزاد او له سیالانو سره به سیال شي.

دوه ورځې وروسته د ۱۴۰۳ هـ لمریز کال په پیلېدو سره هېواد کې نوی ښوونیز کال پیلیږي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس