کابل-گهیځ نیوز( د قوس/ليندۍ ۲۳):
د افغانستان د مرکزي بانک د عالي شورا غړی شاه محمد محرابي ویلي، نوي چاپ شوي بانک نوټونه به د مناسبې تګلارې پر بنسټ بازار ته وړاندې شي.
د ده په خبره دغه بانک نوټونه به د افغانیو پر ارزښت کوم اغېز ونه کړي.
محرابي زیاتوي، د افغانیو بانک نوټونو بله کڅوړه به د ۲۰۲۳ ز کال په جنورۍ میاشت کې افغانستان ته راورسېږي. بل خوا، د کابل ښار اوسېدونکي چې زړو بانک نوټونو یې ستونزې زیاتې کړي، له حکومته غواړي، چې هر څه ژر نوي چاپ شوي بانک نوټونه بازار ته راوباسي. د اقتصادي چارو شنونکي وايي، د تازه چاپ شویو بانکنوټونو رالېږدول د نغدو پیسو د کموالي اوسنۍ ستونزې هوارولای شي. تر دې وړاندې د افغانستان بانک د تفتېش کمېټې ویلي، چې یو نیم میلیارد نوي چاپ شوي بانک نوټونه افغانستان ته رارسېدلي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/