معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د نړیوال امنیت د غونډې ګډونوال د افغانستان پر حالاتو خبرې کوي

د نړیوال امنیت د غونډې ګډونوال د افغانستان پر حالاتو خبرې کوي

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۲۳ مه نېټه):
د قطر د نړیوال امنیت د څېړنو نړیوالې اکاډمۍ پر خپلې رسمي پاڼې لیکلي، چې قطر کې تېره ورځ د نړیوال امنیت پنځمه غونډه د دغه هېواد د لومړي وزیر په مشرۍ پېل شوه.
د عربي رسنیو د خبر له مخې دغه غونډه به درې ورځې دوام وکړي، چې پر درېیمه ورځ به یې د افغانسان د وروستي بدلون، امنیت، حکومتولۍ او بشري حقونو برخو کې د دغه هېواد د لرلید په اړه خبرې وشي.
د دې غونډې په اجنډا کې ویل شوي چې له افغانستان څخه د امریکا او نړیوالو تر وتلو وروسته اوسني سرپرست افغان حکومت د واک ګدۍ ترلاسه کړه.
دې غونډې ته د اوسني حکومت کوم استازی نه دی بلل شوی، خو د تېر حکومت یو شمېر پخوانیو چارواکو په کې ګډون کړی دی.
سرپرست افغان حکومت تر دا دمه د دغې غوندې په تړاو څه نه دي ویلي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس