معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د نړۍ ډېری واکمنانو د ترکیې ټاکنو کې اوردغان ته د بریا مبارکي ویلې

د نړۍ ډېری واکمنانو د ترکیې ټاکنو کې اوردغان ته د بریا مبارکي ویلې

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۸ مه نېټه):
وروسته له هغې چې اردوغان د ترکیې د ولسمشرۍ په دوهم پړاو ټاکنو کې د ۵۲ سلنې رایې په ګټلو سره ګټونکی اعلان شو، د نړۍ ډېری مشرانو اردغان ته د نوموړي د بریا مبارکي وویله.
د امریکا ولسمشر جوبایډن، د انګلستان لومړي وزیر ریشي سناک، د سعودي عربستان پاچا سلمان، د قطر امیر، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي رجب طیب اردوغان ته مبارکي ویلې ده.
د سرپرست افغان حکومت رییس الوزرا هم اردغان ته د بریالي کېدو مبارکي ویلې او هیله یې کړې، چې نوموړی به د خدای په مرسته ترکیې ته چې په سیمه او نړې کې ځانګړی اهمیت لري، لا نور قوت، ثبات او د دین خدمت ور په برخه کړي.
رجب طیب اردوغان د خپلو اسلامپالو سیاستونو له امله د افغانستان په ګډون د نړۍ په ګڼو اسلامي هېوادونو کې په لوی شمېر مینوال لري.
د ترکي رسنیو د خبر له مخې تېره شپه په زرګونو د اردغان مینوال ترکیه کې لارو_کوڅو ته راوتلي وو او د نوموړي پر بریا یې جشن نیولی و.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس