کابل-ګهیځ نیوز(د تلي/ میزان ۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر ویلي، د هرات صنعتي ښارګوټي د پراختیا لپاره ۵۰ زره جریبه نوره ځمکه هم ځانګړې کوي.
نورالدین عزیزي دا څرګندونې د هرات له سرپرست والي سره کتنه کې کړي دي.
عزیزي په دې کتنه کې له خصوصي سکټور څخه د هرات د سرپرست والي له ملاتړ څخه په مننې ویلي، هرات ولایت کې پانګوالو ته د امن فضا د دې لامل شوې، چې د هېواد د بېلابېلو ولایتونو پانګوال د دې ولایت صنعتي ښارګوټي ته مخه کړي.
په ورته مهال د هرات والي له پانګوالو او صنعت کارانو د هرات سیمه ییزې ادارې له ملاتړه ډاډ ورکړی او ژمنه یې کړې، چې د هغوی لپاره به ټولې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/