معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / د هزاره توکمو د نسل وژنې ادعا؛ بهرنیو چارو وزارت وايي د افغانانو پر قومي او مذهبي وېش باورمند نه دي

د هزاره توکمو د نسل وژنې ادعا؛ بهرنیو چارو وزارت وايي د افغانانو پر قومي او مذهبي وېش باورمند نه دي

کابل/ګهیځ: نن یکشنبه (د تلې/میزان ۱۰مه او د اګټوبر میاشتې دوهمه نېټه ده) وروسته له هغې چې د کابل په دشت برچي سیمه کې د برید په اړه د تېرې ورځې په لاریون کې د هزاره توکمو افغانانو لپاره د عدالت او د هغو د ژوند د خوندیتوب غوښتنه وشوه، د بهرنیو چارو وزارت وايي د افغانانو په هیڅ ډول قومي او مذهبي وېش باور نه لري.
دغه وزارت بېګاه شنبه (د تلې ۹مه) په خپره کړې خبرپاڼه کې پر ښوونیزو مرکزونو او جوماتونو وروستي بریدونه د افغانستان د خلکو د دښمنانو دسیسې بللي دي.
خبرپاڼه وايي، چې له دومره پېچلو دسیسو سربېره افغانستان په سیمه کې د مذهبي او ملي یوالي یوه بېلګه ده.
د جمعې په ورځ د کابل په دشت برچي سیمه کې، چې اکثره میشت وګړي یې هزاره توکمه دي، د کاج ښوونیز مرکز دننه د ازمايښتي کانکور اخستو پر مهال برید وشو چې لسګونه کسانو ته په کې مرګ ژوبله واوښته.
دې برید ته په غبرګون کې تېره ورځ یو شمېر نجونو او ښځو په یوه لاریون کې د هزاره وګړو د ژوند د خوندیتوب غوښتنه وکړه.
وزارت ژمنه کړې، چې د جمعې د ورځې او ورته بریدونو د عاملینو په پیدا کولو او د قانون منګولو ته په سپارلو کې به یې خپلې هڅې لا پراخې کړي.
افغان حکومت پر بهرنیو اړخونو غږ کړی، چې له خواخوږۍ پرته دې د افغانستان اړوند له هر ډول بې باکه او بې مسوولیته څرګندونو ډډه وکړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس