معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د هغو ښځینه وو معاشونه ټیټ شوي، چې دندو ته نه‌ حاضریږي

د هغو ښځینه وو معاشونه ټیټ شوي، چې دندو ته نه‌ حاضریږي

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۱۸ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ماليې وزارت مسوولینو ویلي، چې یوازې د هغو ښځينه کارکوونکو معاشونه تر ۵ زره افغانیو راټیټ شوي، چې هره ورځ دندې ته نه‌حاضریږي.

رسنیو سره خبرو کې د دغه وزارت مسوولینو زیاته کړې، هغه برحاله ښځينه کارکوونکي، چې په اړوندو ادارو کې د نارینه‌ وو په څېر هره ورځ دندو ته حاضریږي، معاشونه یې د بست په اساس د پخوا په څېر د اجرا وړ دي.

له دې مخکې د پوهنې سرپرست وزیر ویلي وو، چې د ښوونکو معاشونه کافي نه‌ دي او د ښوونکو د تنخواو د زیاتوالي لپاره یې د سرپرست حکومت مشر ته وړاندیز کړی دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس