کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۱۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې هندي رسنیو راپور ورکړی، چې د هند په چتیسګړ ایالت کې ماین چاودنې لږ تر لږه ۹ امنیتي ځواکونه وژلي دي.
ځايي چارواکو رسنیو ته ویلي، دغه ماین د ماویستي یاغیانو له لورې ځای پر ځای شوی و.
ځایي امنیتي مسوولینو زیاته کړې، پېښه هغه مهال رامنځته شوه کله چې امنیتي ځواکونو په یوه سیمه کې له عملیاتو وروسته بېرته ستنېدل.
د سرچینې د معلوماتو له مخې عملیاتو کې ۴ ماویستي یاغیان هم وژل شوي دي.
د ماویستي یاغیانو بغاوت چې له څو لسیزو راهیسې روان دی، تر دې دمه د څه باندې ۱۰ زره کسانو ژوند اخیستی دی.
یادې ډلې ویلي، دوی د دغه سیمې د اصلي اوسیدونکو د حقونو لپاره چې د دوی په خبره په طبیعي سرچینو بډای دغه ایالت کې له پامه غورځول شوي دي، مبارزه کوي.
د هند رسمي شمېرو له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې د ماویستي یاغیانو پر وړاندې د عملیاتو په ترڅ کې ۲۸۷ یاغیان وژل شوي دي.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/