معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د هند یوه څېړنیز بنسټ: افغانستان د تغذیې په برخه کې د جنوبي آسیا تر ټولو غیر محفوظ هېواد دی.

د هند یوه څېړنیز بنسټ: افغانستان د تغذیې په برخه کې د جنوبي آسیا تر ټولو غیر محفوظ هېواد دی.

کابل- ګهیځ نیوز( د مرغومي ۵مه ۱۴۰۱):
ابزرور څېړنیز بنسټ چې مرکز یې په هندوستان کې دی په خپله تازه څېړنه کې ویلي دي چې د ۱۳۶ هېوادونو ترمنځ افغانستان د ۲۹،۹ نمرو په درلودو، په سویلي آسیا کې د خوړو او د تغذیي نه خوندیتوب له امله په لومړۍ درجه کې دی.
په دغه څېړنه کې هند، پاکستان، نیپال او سریلانکا نور هغه هېوادونه یاد شوي چې تر افغانستان وروسته، د خوړو د نه خوندیتوب له لوړ ګواښ سره مخ دي.
څېړنې دا وضعیت د یوې منطقې لپاره چې ۶۰۰ میلیونه ماشومان په کې ژوند کوي او ۳۳ سلنه وګړي یې له سختې لوږې او بې‌وزلۍ سره مخ دي، اندېښمنونکی ګڼلی دی.
دغه څېړنیز بنسټ که څه هم په سیمه کې د نورو هېوادونو په پرتله په افغانستان کې له پنځو کلونو د کم‌عمره ماشومانو د مړینې شمېره کمه ښيي، خو زیاتوي، یوازې ۲۰۲۲ کال کې په دې هېواد کې ۱،۱ میلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ شوي دي.
ابزرور د دې وضعیت لاملونه جګړه، وچکالي، طبیعي پېښې، سیاسي او اقتصادي وضعیت او پر افغانستان د اوکراین د جګړې اغېز بولي.
نړيوالو سازمانونو څو ځلې په خپلو راپورونو کې وویل چې افغانان تر بل هر وخت له لوږې او بې وزلۍ سره مخ دي.
په دې څېړنه کې د خوړو د نه خوندیتوب له امله، د سیمې د نورو هېوادونو په پرتله افغانستان د اته دېرش اعشاره دوه سلنې په لرلو سره، هغه هېواد بلل شوی چې د وګړو قدونو یې سم رشد نه‌دی کړی.
ابزرور څېړنیز بنسټ وايي چې اړتیا ده تر څو د دې وضعیت د ښه‌والي لپاره د سویلي اسیا په هېوادونو کې د خوړو او تغذیې د خوندیتوب اوسنۍ پالیسۍ له سره و ارزول شي.
بل خوا په افغانستان کې د خوړو د نه خوندیتوب او د ماشومانو د خوارځواکۍ په اړه راپور داسې مهال خپرېږي چې دلته د حکومت له خوا په غیر دولتي موسسو کې د نجونو او ښځو په کار د بندیز په اعلان سره، ۵ نړیوالو مؤسسو چې د افغانانو لاس‌نیوی یې کاوه، خپلې چارې ځنډولي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس