معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د هوا په سړېدو او ککړېدو سره د ماشومانو تنفسي ناروغۍ زیاتې شوې

د هوا په سړېدو او ککړېدو سره د ماشومانو تنفسي ناروغۍ زیاتې شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۱۳ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې کابل کې د ماشومانو د روغتیا اندراګاندي روغتون مسوولینو ویلي، د هوا په سړېدو او ککړېدو سره د ماشومانو تنفسي ناروغۍ په ځانګړې توګه سینه‌ وبغل ډېر شوی دی.

دیاد روغتون د احصاییې برخې مسوولینو ویلي، په تېره لیندۍ میاشت کې د هوا ککړتیا په دلیل د ناروغیو له امله، ۱۸۶ ماشومانو ژوند بایللی دی.

یو شمېر روغتیاپالان تبه، بې‌اشتهایي، شدید ټوخی او د تنفسي سېستم بندښت د موسمي ناروغیو مهم لاملونه بولي.

تر دې وړاندې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسوولینو ویلي وو، چې د سهار او ماښام پرمهال هوا له حده ډېره ککړه‌ وي، چې په دې وختونو کې باید ماشومان او زیان‌ منونکي کسان  له کورونو بهر نه‌ شي.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس