معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د هېواد د نفتي توکو ۱۵ سلنه اړتیا د امو له نفتي حوزې تامینیږي

د هېواد د نفتي توکو ۱۵ سلنه اړتیا د امو له نفتي حوزې تامینیږي

کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۱۹سمه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولینو ويلي، چې د هېواد د نفتي توکو له اړخه ۱۰ تر ۱۵ سلنه اړتیا د امو نفتي حوزې له قشقري بلاک څخه تامینیږي او پاتې نور هغه یې له ګاونډيو او د سیمې له هېوادونو واردیږي

په ورته مهال د سوداګرۍ او پانګونې خونه د هېواد پر نفتي کانونو پانګونې ته په نغوتې سره وايي، چې دمګړۍ د نږدې یو میلیارد ډالرو په ارزښت نفتي توکي هېواد ته واردیږي.

د کانونو او پټرولیم وزارت د شمېرو له مخې افغانستان څه باندې دوه سوه زره کیلو متره مربع سیمه کې نفتي او د ګازو سرچینې لري او دمګړۍ د امو نفتي حوزې په قشقري بلاک کې د نفتو را ایستل روان دي چې د هرات نفتي حوزه د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې لپاره داوطلبۍ ته هم وړاندې شوې ده.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس