معماری
خانه / کتابخانه / تحلیل او تبصره / د هېواد د ښځینه وو پر مخ د تعلیمي او تحصیلي بهیر بندېدل؛ ستونزې او ناخوالې!

د هېواد د ښځینه وو پر مخ د تعلیمي او تحصیلي بهیر بندېدل؛ ستونزې او ناخوالې!

په تېرو څو ورځو کې په ټولنیزو رسنیو کې یو متکوب لاس په لاس کېږي چې د افغانستان د اوسني حکومت د لوړو زده کړو وزارت له خوا په خصوصي او دولتي پوهنتونو کې د نجونو او ښځینه محصلانو د نه شاملېدو په اړه صادر شوی او په خلکو او رسنیو کې یې هم بېلابېل غبرګونونه را پارولي دي.
په دې مکتوب کې چې په اصل کې د لوړو زده کړو د خصوصي بنسټونو د پسرلني سمسټر د کانکور آزموينې تاريخ پکې مشخص شوی دی، ویل شوي دي چې د لوړو زده کړو په بنسټونو او مؤسساتو کې د ښځينه محصلانو نوم لیکنه تر امر ثاني پورې بنده ده او د سرغړونې په صورت کې بهله اړونده ارګان سره جدي چلند وشي
دا پداسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د مؤقت حکومت له خوا تر شپږم ټولګي پورته نجونو پر وړاندې ښوونځي تړل شوي وو او په دولتي او خصوصي پوهنتونو کې په زده کړو د بوختو نجونو او ښځو ته لوړې زده کړې ځنډول شوې دي، پداسې حال کې چې د افغان حکومت دې پرېکړې او له زده کړو د نیم نفوس محرومولو، ټول افغانان او ټوله نړۍ غوسه کړې ده.
په تېره نیمه پېړۍ کې پر افغانستان د واکمنو له اړخه د زده کړو په برخه کې بېلابېل دریځونه مخې ته راغلي دي، د افغان طالبانو د حکومت په تېره دوره کې هم چې څه د پاسه پنځه کاله یې دوام وکړ، په افغانستان کې د ښځینه قشر پر زده کړو او کار بندیز و. همدغو واکمنو هغه مهال هم لکه اوس د شرایطو د نه برابر والي خبره کوله.
که څه هم له هغه مهاله نیولې بیا تر ننه چې د دغو شرایطو د برابرولو نظري خبرې کېږي، په عملي برخه کې نه یوازې دا چې دغه شرایط برابر نشول، بلکې ورو_ورو د هماغه تېرې واکمنۍ د وخت محدودیتونه نور هم را ظاهریږي.
لومړی تر شپږم ټولګي پورته پر نجونو تعلیمي محدودیت، بیا پداسې حال کې چې په پوهنتونونو کې د سمستر آزموینې روانې وې، د لوړو زده کړو له بنسټونو د نجونو رخصتول ورپسې په ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د ښځینه طبقې پر تحصیل محدودیت او ورسره هم د اقتصاد وزارت له لوري نادولتي مؤسسو کې پر ښځینه وو کاري محدودیت او دې ته ورته نور اقدامات هغه څه دي چې له بېلابېلو پرګنو سره یې اندېښنې را زېږولې.
حالاتو ته په کتو او یو پر بل پسې د دا ډول بندیزونو یو په بل پسې لګېدل، د دوی د مخالفو بې وسلو او وسلوالو ته په لاس کې ښه بهانه ورکول دي.
پدې منځ کې یو شمېر داسې راپورونه هم خپاره شول چې د دغو نجونو له ډلې یې یو شمېر بهرنیو هېوادونو ته د خپل تعلیم او تحصیل د دوام لپاره د پنا غوښتونکي شوې دي او ورسره جوخت ګڼو بهرنیو هېوادو افغان نجونو او مېرمنو ته د لوړو زده کړو د زمینې برابرولو په بهانه بېلابېل پروګرامونه او برنامې اعلان کړې او دا لړۍ لا روانه ده.
په ورته وخت کې د هېواد نیم او آن تر نیمو زیات وګړي وایي چې که چېرې نجونو او مېرمنو ته د هېواد په داخل کې د تعلیم او تحصیل زمینه برابره نشي، نو ډېرې کورنۍ به نورو ملکونو کې د خپلو کورنیو ښځینه غړیو ته د زده کړو د زمینې برابرولو په لټه کې له هېواده ووزي او دا امکان شته چې بیا تر غربي او غیر اسلامي شرایطو لاندې د زده کړو له امله هېواد او هېواد والو ته نورې ستونزې او نا خوالې وزېږوي او بیا به مو راتلونکی نسل د اسلامي حدودو له الف او با څخه هم خبر نه وي.
اوس دا چې نجونو ته د په کور دننه د تعلیم او تحصیل شرایط نه برابریږي، بهر ملکونو ته د ښځینه وو د زده کړو لپاره تلل او هلته په پردۍ مفکوره د افغان نجونو او پېغلو د روزلو مسؤول به بیا څوک وي؟
بل اړخ ته د دغو بندیزونو د دوام له امله بیا اوسنۍ واکمنۍ ته د تهدیدونو او ګواښونو د دوام مسؤول به څوک وي؟ او دې ټولو پوښتنو او د راتلونکو عواقبو مسؤولیت به د چا پر اوږو پروت وي؟
د نړۍ د ګڼو هېوادو له خوا د اوسني نظام په رسمیت نه پېژندل کېدل، اقتصادي بندیزونو دوام، له اسلامي او غیر اسلامي ملکونو سره د افغانستان رامنځته کېدونکي واټن، له تعلیمي او تحصیلي برخې شاه تګ، نورو اسلامي او کفري ملکونو ته یوازې د نجونو د زده کړو د دوام په موخه د افغان کورنیو او آن یوازې پېغلو ورتلل، په کور دننه د اختلافاتو ډېرښت او له هېواده د علمي کادرونو وتل او ګڼې نورې داسې ناخوالې شته چې د دغه بندیزونو زېږنده کېدای شي.
آیا دا او دې ته د ورته نورو ډېرو ستونزو او ناخوالو زېږون په دې نه ارزي چې دغه یوې ستونزې ته هر څه ژر د حل لاره ولټول شي؟ دا پوښتنه نن د هر چا په ذهن کې ده چې ولې تر دا مهاله نه خپل ولس او نه نوره نړۍ نه شو قانع کولای، په ځانګړي ډول اسلامي ملکونه؟ آیا دا ستونزه هېڅ د حل لاره نه لري؟ آیا د ښځینه وو او نارینه وو د تعلیمي او تحصیلي وختونو بېلښت نشي کولای دا ستونزه حل کړي؟
فکر کوو چې دا او دې ته ورته ځینې نورې وړې ستونزې به د هېواد د پخو عالمانو او پوهانو په مرسته حتماً د حل یوه لاره ولري او ضرور نده چې بیا بهرنیانو ته بهانه په لاس کې ورکړو او هر څه په سیند لاهو کړو.
“پای”
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس