معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د هېواد له ګمرکونو ۶۰ ټانکره بې‌ کېفيته تېل بېرته ګرځول شوي

د هېواد له ګمرکونو ۶۰ ټانکره بې‌ کېفيته تېل بېرته ګرځول شوي

کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۴ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ماليې وزارت ویلي، چې د هېواد له ګمرکونو څخه ۶۰ ټانکره بې‌ کېفيته تېل بېرته مسترد شوي دي.

دغه وزارت نن د یوې خبرپاڼې په استولو سره ویلي، چې د نفتي توکو د کېفیت او څارنې ریاست چې د ټاکل شویو معیارونو له مخې هېواد ته د واردېدونکو نفتي موادو کېفیت معلوموي، تېره اونۍ یې د فراه د ابو نصر فراهي او د هرات د تورغونډۍ له ګمرکونو څخه ۶۰ ټانکره واردېدونکي بې‌ کېفيته تېل بېرته ګرځولي دي.

تر دې وړاندې هم مالیې وزارت په فراه، نیمروز او بلخ کې له ګمرکونو څخه د ۱۲۸ ټانکره بې‌ کېفیته تېلو د مسترد کېدو خبر ورکړی و.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس