معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د هېواد په ۱۲ ګمرکونو کې د سکنرونو نصبولو تړون لاسلیک شو

د هېواد په ۱۲ ګمرکونو کې د سکنرونو نصبولو تړون لاسلیک شو

کابل-ګهیځ نیوز(د اسد ۶ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې مسوولینو له یو خصوصي شرکت سره د هېواد په ۱۲ ګمرکونو کې د ۱۱۳ میلیونه او ۳۰۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د سکنرونو د نصبولو پروژې تړون لاسلیک کړ.

د مسوولینو په وینا د یادې پروژې چارې به د دوه کلونو په موده کې بشپړې او په مستقیم او غیرې مستقیم ډول به په کې ۲ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

د چارو ادارې د پانګونې اسانتیا رییس احمد ضیاء خالد د یاد تړون د لاسلیکولو مراسمو کې ویلي، دغه سکنرونه د امنیت د لاټينګښت په موخه د هېواد په ګمرکونو کې نصب کیږي.

د مالیې وزارت د پالیسۍ معین انجنیر سلطان محمد زبیر د دې سکنرو د تړون لاسلیک پر مهال ویلي، د دې سکنرونو په لګولو سره به هېواد کې ټول صادراتي او وارداتي توکي کنټرول شي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس