کابل-ګهیځ نیوز(د تلي/ میزان ۱۴ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت کې د هوا پېژندنې ادارې ویلي، چې نن د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې د باران، واورې او په سیندیزو حوزو کې د اوبو سطحې د لوړېدو اټکل شته.
دې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د ناڅاپي بارانونو، اورښتونو او سېلونو ډېر احتمال د کابل او هلمند په سیندیزو حوزو کې اټکل شوی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي چې کاپیسا، کونړ، لغمان، ننګرهار، لوګر، پکتیا او خوست هغه ولایتونه دي، چې د سېلونو او سخت باران احتمال په کې زیات دی.
دې وروستیو کې لغمان او ننګرهار هغه ولایتونه وو، چې د سېلونو له امله یې خلکو ته د ځاني زیانونو ترڅنګ ګڼ مالي زیانونه واړول.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/