معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د هېواد په ۱۷ ولایاتو کې د اورښتونو او سېلابونو اټکل شوی

د هېواد په ۱۷ ولایاتو کې د اورښتونو او سېلابونو اټکل شوی

کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۱۷سمه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت کې د هوا پېژندنې ادارې نن پنجشنبې د افغانستان په ۱۷ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو د راوتلو د احتمال په اړه خبرداری ورکړی.

د خبر پر بنسټ، د هوا پېژندنې ادارې اټکل کړی، چې نن د پنجشنبې ورځ به په بدخشان، تخار، بغلان، سمنګان، باميان، پروان، کاپيسا، پنجشېر، کونړ، نورستان، لغمان، ننګرهار، کابل، لوګر، ميدان وردګ، پکتیا او خوست ولايتونو کې اورښتونه او سېلابونه ترسره شي.

په خبرپاڼه کې همداراز د افغانستان په لوېدیځو، جنوبي او مرکزي ولایتونو کې د سختو بادونو وړاندوینه هم شوې ده.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس