معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې ۴۵۰ مخابراتي مرکزونه جوړیږي

د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې ۴۵۰ مخابراتي مرکزونه جوړیږي

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ  ۱۶  نېټه):

د راپورونو له مخې په افغانستان کې د مخابراتي خدمتونو د پراختیا ۱۰ مه پروژه تېره ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې په ارګ کې پرانېستل شوه.

له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې پروژې له مخې به د ۱۸ ولایتونو په ۲۳۰ ولسوالیو کې د ۱،۸۹ میلیارد افغانیو په لګښت ۴۵۰ مخابراتي مرکزونه جوړ شي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست ویلي، چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به د هېواد په لرو پرتو سیمو کې خلک مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی پیدا کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې لا هم هېواد کې ډېری وګړي له مخابراتي خدمتونو نا خوښه دي او له ټیټ کېفیت څخه یې رنځ وړي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس