کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۱۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هرات ولایت ځايي سرچینو ویلي، چې د ایران له وارداتي برېښنا پرې کېدو سره هم مهاله د ترکمنستان وارداتي برېښنا هم پرې شوې ده.
د یاد ولایت ځایي چارواکو هم منلې چې د سړې هوا له امله د ترکمنستان وارداتي برېښنا مزي د هرات کشک رباط ولسوالۍ اړوند په بند بقرچر سیمه کې پرې شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې له پرون سهار راهیسې هرات ته د ایران وارداتي برېښنا هم پرې شوې، چې له امله یې یاد ولایت د برېښنا نشتون له ډېرې ستونزې سره مخ شوی دی.
د یادولو وړ ده چې هر کال د ژمي په راسېدو سره د هېواد په لویو ښارونو کې د برېښنا پرچاوي ډېریږي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/