معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د وزیر اکبر خان جومات مخې ته د تېرې ورځې چاودنې په تړاو کورني او نړیوال غبرګونونه را پورته شوي

د وزیر اکبر خان جومات مخې ته د تېرې ورځې چاودنې په تړاو کورني او نړیوال غبرګونونه را پورته شوي

کابل/ګهیځ: نن شنبه (د تلې/میزان دوهمه او د سپټمبر میاشتې ۲۴مه نېټه ده) د کابل ښار لسمې حوزې اړوند د وزیر اکبرخان جومات مخې ته د تېرې ورځې چاودنې، چې ولسي خلکو ته یې مرګ ژوبله اړولې، کورني او نړیوال غبرګونونه را پورته شوي.
د حکومتي سرچینو په وینا، په دې چاودنه کې لږ تر لږ ۷ کسه ولسي وګړي وژل شوي او ۴۱ نور ټپیان دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ پلاوي (یوناما) ویلي، چې د وزیر اکبرخان جومات پر لمونځ کوونکو برید د تېرې دورې د تروریستي بریدونه ترخې خاطرې تازه کړې.
په قطر استوګن د افغانستان لپاره د امریکا سفارت او د امریکا د مرکزي قواو قومانداني یا سنټکام په یوه خبرپاڼه کې د تېرې ورځې برید غندلی دی.
سنټکام ویلي، پر لمونځ کوونکو دا ډول بریدونه هیڅ د توجیه وړ نه دي.
ورته مهال د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پر خپله ټویټر پاڼه د دغه برید په غندلو سره ویلي، چې دا ډول بریدونه له هر ډول انساني و اسلامي ارزښتونو ضد تروریستي کړنې دي.

دغه راز د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د جوماتونو او اسلامي ارزښتونو په نښه کوونکي د نه بخښلو وړ بللي او پر خپله ټویټر پاڼه یې لیکلي، چې ((ولس د جنیات کاره کړیو په له منځه وړو کې د نظام مرسته وکړي)).
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، برید هغه مهال رامنځ ته شوی، چې لمونځ کوونکي له جوماته د وتلو په حال کې وو.

تر دا مهاله چا یا کومې ډلې د وزیر اکبرخان جومات مخې ته د پروني برید مسوولیت په غاړه نه دی اخستی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس