کابل/ګهیځ: نن شنبه (د تلې/میزان دوهمه او د سپټمبر میاشتې ۲۴مه نېټه ده) د کابل ښار لسمې حوزې اړوند د وزیر اکبرخان جومات مخې ته د تېرې ورځې چاودنې، چې ولسی خلکو ته یې مرګ ژوبله اړولې، کورنی او نړیوال غبرګونونه را پورته شوی.
د حکومتی سرچینو په وینا، په دې چاودنه کې لږ تر لږ ۷ کسه ولسی وګړی وژل شوی او ۴۱ نور ټپیان دی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ پلاوی (یوناما) ویلی، چې د وزیر اکبرخان جومات پر لمونځ کوونکو برید د تېرې دورې د تروریستی بریدونه ترخې خاطرې تازه کړې.
په قطر استوګن د افغانستان لپاره د امریکا سفارت او د امریکا د مرکزی قواو قوماندانی یا سنټکام په یوه خبرپاڼه کې د تېرې ورځې برید غندلی دی.
سنټکام ویلی، پر لمونځ کوونکو دا ډول بریدونه هیڅ د توجیه وړ نه دی.
ورته مهال د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی پر خپله ټویټر پاڼه د دغه برید په غندلو سره ویلی، چې دا ډول بریدونه له هر ډول انسانی و اسلامی ارزښتونو ضد تروریستی کړنې دی.
دغه راز د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د جوماتونو او اسلامی ارزښتونو په نښه کوونکی د نه بخښلو وړ بللی او پر خپله ټویټر پاڼه یې لیکلی، چې ((ولس د جنیات کاره کړیو په له منځه وړو کې د نظام مرسته وکړی)).
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلی، برید هغه مهال رامنځ ته شوی، چې لمونځ کوونکی له جوماته د وتلو په حال کې وو.
تر دا مهاله چا یا کومې ډلې د وزیر اکبرخان جومات مخې ته د پرونی برید مسوولیت په غاړه نه دی اخستی.
گهیځ