کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري ۲مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بیتالمال د تثبیت، ثبت او مراقبت ادارې مشر او د یادې ادارې غړو تېره ورځ د کندهار له مرستیال والي سره لیدلي دي.
د خبر پر بنسټ دغه لیدنه کې دوی ویلي، چې د حکومت د امیر د شفاهي حکم پر اساس د افغان حکومت د درې ګونو ارګانونو ملي دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت او استخباراتو عمومي ریاست له لوري به د بیت المال د وسلو، وسایطو او مهماتو د تثبیت، ثبتولو او راجسټر کولو پروسه له کندهار ولایت څخه پیل شي.
مسوولینو ویلي، چې د وسلو د تثبیت، ثبتولو او راجسټر کولو پروسه به له کندهار وروسته نورو ولایاتو ته هم وغځول شي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/